Banner

غزل:نوید زېری

02.12.2010 13:17

هغه ما شوم وينې چې په لاس كې يې ډبره ده
وړې يې له شونډو چا د حق او ژوند سندره ده

وركړي مېږتون ته بيا وزرې چې خداى قهر شي
څومره مو له تاسو دنياوالو مقام غوره ده

واړه ارمانونه به د ژوند ترې لولپه كړمه
چا كه راته وويل چې ځه ښوونځى له سره ده

مينه د ايمان او د پښتو مې كمېدى نه شي
لار د جهالت زموږ د كلي ډېره بره ده

ته د مقناطیس يوه خوا زېرى يې دابل لورى
نه به يو ځاى كيږو بس ترمنځ مو دا خبره ده

فريداحمدتسکین 23.04.2011 13:45

زماخوږملګري نويد زيري ته ډالۍ دي کوم چې ماته يې لکه ورور ډېره مينه راکړې اوهنري پنځونو يې پکتیاته يونوی زېری ورکړی .

غزل
څو ک چې په تیاروکې مې ډېوه ښکاري
زړه ته دتسکين سړی هغه ښکاري

ماسره الفت اوشراب ښه ښکاري
تاسره ذاهده توبه ښه ښکاري

اوس لکه پخوا پرګل وېشته نشته
اوس ولې بې مينې زمانه ښکاري

راشه لږخوخپل ځان پکې وګوره
زړه زما صفادی ايېنه ښکاري

زړونه مو پيوست دي لکه غاښ او ورۍ
خيردی که ترمنځ موفاصله ښکاري

فريداحمد تسکين/ پکتيا

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.